اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

افغانستان د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره له ایران سره موقتاً تګ راتګ ودروی

د افغانستان د کرونا ویروس د مخنیوي په موخه د موقتې مودې لپاره د ایران سره هر ډول (هوايي او مځکنی) تګ راتګ بند کړ.

د افغانستان د کرونا ویروس د مخنیوي په موخه د موقتې مودې لپاره د ایران سره هر ډول (هوايي او مځکنی) تګ راتګ بند کړ.
د ملی امنیت سلاکار دفتر د خبرنامی په مخه، په هغه ناسته کې چې نن د ملي امنیت د مشاور ډاکټر حمدالله محب په مشرۍ په هیواد کې د کرونا ویروس سره د مبارزې په موخه د اړوندو وزارتونو ترمنځ د همږغۍ په اړه جوړه سوه، تصمیم ونیول شو چې په هیواد کې دننه ددې ویروس سره د مبارزې او له نورو هیوادونو څخه افغانستان ته د یاد ویروس د راتګ د مخنیوي په موخه له ایران او پاکستان څخه د کوچنیو چرګانو او هګیو واردات هم ودرول شي.
همدا راز په دې جلسه کې پر نورو لازمو اقداماتو هم خبرې وشوې. دعامې روغتیا وزیر ډاکټر فیروز الدین فېروز دغې جلسې ته وویل، چې تر دې دمه په افغانستان کې د کرونا ویروس هیڅ مثبته واقعه نه ده ثبت شوې، خو د مریضانو د تشخیص، قرنطین او تداوۍ لپاره یې په مرکز او ولایتونو کې کامله امادګي نیولې ده.
نوموړي زیاته کړه، ددې ویروس سره د مبارزې لپاره باید د رسنیو، دیني عالمانو او مدني ټولنو له ادرسونو عامه پوهاوی زیات او خلکو ته وویل سي، چې په ورځ کې په متعدده توګه په صابون لاسونه پرېمینځي، همېشه ماسکونه واغوندي او له غیر ضروري تجمعاتو ډډه وکړي ځکه دا ویروس له انسان څخه انسان ته د انتقال وړ دی.
په هیواد کې د کرونا ویروس سره د مبارزې په نننۍ جلسه کې پرېکړه وسوه، چې د مالیې او کورنیو چارو وزارتونه به د ماسکونو د قاچاق په مخنیوي کې خپل فعالیتونه څو برابره زیات کړي او همداراز د دولت په خزانه کې د احتمالي اړتیا لپاره ځانګړې بودجه ریزرف شي.
په دغه ناسته کې پرېکړه وشوه، چې په مرکز او ولایتونو کې د همږغۍ او فعالیتونو لپاره ځانګړي کمېټې ایجاد او د عامه پوهاوي لپاره ملي کمپاین ژر تر ژره پیل شي.
دغه راز د بهرنیو چارو وزارت ته سپارښتنه وشوه، چې د ایران په اسلامي جمهوریت کې قنسولي خدمات محدود کړي او له هغه هیواده وغواړي څو، د افغانانو د ایستلو (دیپورټ) لړۍ ودروي.
په همدې ترتیب د سوداګرۍ او کرهنې وزارتونو ته سپارښتنې وشوې، څو د راتلونکو ممکنه حالاتو لپاره د مرکزي اسیا له هیوادونو سره د تجارت او ټرانزیټ د زیاتوالي لپاره چمتووالي ونیسي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا