اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادثروستي خبرونه

په افغانستان کې د سېلابونو له امله د مړو شمېر ۶۶ ته لوړ شو

ډید خبري اژانس: د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت وايي، په هېواد کې د وروستیو سیلابونو له امله د وژل شویو کسانو شمېر دوه برابره شوی او ۶۶ تنو ته رسېدلی دی.

له طبیعي پېښو سره د مبارزې وزارت نن چهارشنبه (۲۹ حمل) د یوې اعلامیې په خپرولو سره اعلان وکړ چې په وروستیو ورځو کې په بېلابېلو سیمو کې د سېلابونو د قربانیانو شمېر ۶۶ ته رسېدلی دی.

د دې اعلامیې له مخې د وروستیو سیلابونو له امله ۶۶ تنه مړه او ۳۶ تنه نور ټپیان شوي دي.

دغه راز د دغو سېلابونو په نتيجه کې ٦٠٠ حیوانات له منځه تللي او ٢٣٥ کورونه نړېدلي دي.

په همدې حال کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر اعلان کړی چې د سېلاب ځپلو خلکو لپاره به د دایمي کورونو د برابرولو او د هغوی د بیړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره کار کوي.

د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو ورځو کې بارانونو او سېلابونو د کورونو د چتونو د نړېدو، د ځمکې ښويېدنې او د سړکونو د ويجاړېدو لامل شوى دى.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا