اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاستسیمهمنطقیمهم مطالب

متقي پر پاکستان تور ولګاوه چې له ټي ټي پي سره له خبرو اترو څخه په شا کېږي

دید خبری آژانس: امیر خان متقی د یو پاکستانی سناتور مشاهد حسین سید سره په کتنې کښې، اسلام آباد له TTP سره د خبرواترو په نه کولو تورن کړی دی. هغه وویل چې د دواړو لورو ترمنځ د لانجې زیاتره مسایل حل شوي دي. خو د پاکستان حکومت له دغو خبرو څخه په شا شو.

پاکستاني رسنیو د دوشنبې په شپه (د جدی ۴مه) راپور ورکړ چې امیر خان متقي د پاکستان له یوه سناتور مشاهد حسین سید سره په کتنه کې ادعا وکړه چې له اسلام اباد سره د ټي ټي پي تر خبرو اترو وروسته د دواړو لورو تر منځ د لانجې زیاتره مسایل حل شوي دي. حل شوی خو د پاکستان حکومت له دغو خبرو څخه په شا شو.

حسین سید متقي ته ویلي، چې د پاکستان د قبایلي سیمو د اسلام اباد او د تحریک طا-لبان پاکستان تر منځ یوازینۍ قانوني مسله لا حل شوې نه ده.

د متقي د ادعا له مخې، ټي ټي پي غوښتل چې په خیبر پښتونخوا ایالت کې د قبایلي سیمو ادغام لغوه کړي، چې دا غوښتنه د پاکستان حکومت ونه منله.

پاکستاني چارواکو په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې، خو تر دې وړاندې اسلام اباد تور پورې کړی و، چې ټي ټي پي خبرې نه غواړي.

حسین سید وویل چې د فلسطین په اړه د تهران د غونډې په څنډه کې له متقي سره د هغه ملاقات د پاکستان د حکومت له ادرس څخه نه وو. بلکه، دا د شخصي اړیکو پر بنسټ والړ دی.

په همدې حال کې د پاکستان د حکومت او ټي ټي پي تر منځ د خبرو اترو له ناکامېدو وروسته د دغه هېواد د پوځ پر ضد د دغې ډلې بریدونه په ډراماتیک ډول زیات شوي دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا