اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

د پاکستان لومړي وزیر له طا-لبانو غوښتي چې د «ترهګرو» ډلو پر ضد دې اقدام وکړي

دید خبري آژانس: د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف په خیبر پښتونخوا ایالت کې له وروستي خونړي برید وروسته له طا-لبانو غوښتي، چې د هغو ډلو پر وړاندې اقدام وکړي، چې له افغانستانه پر پاکستان بریدونه کوي.

د ډاون د راپور له مخې، د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د سه شنبې په ورځ (د اسد ۱۰مه) د یکشنبې د حملې د قربانیانو سره د لیدنې پر مهال وویل چې طا-لبان باید د نړیوالو تروریستانو له خوا د افغانستان د خاورې د کارولو د مخنیوي لپاره ځانګړي اقدامات وکړي.

دغې پاکستاني رسنۍ زیاته کړې ده چې شهباز شریف په بریدونو کې د افغان اتباعو د لاس لرلو او په افغانستان کې د پاکستان د حکومت پر ضد د وسله والو د فعالیت د ازادۍ په اړه خپله اندیښنه څرګنده کړې چې په افغانستان کې د ملکي وګړو پر ضد د «بزدلانه» بریدونو پلان او ترسره کوي.

د یکشنبې په ورځ د خیبر پښتونخوا په باجوړ کې د جمعیت علمای اسلام ګوند پر یوه غونډه ځانمرګی برید شوی دی. د وروستیو شمېرو له مخې په دغه برید کې ۵۴ کسان وژل شوي او تر ۸۰ ډېر نور ټپیان شوي دي.

د دغه برید مسوولیت د داعش خراسان څانګې په غاړه اخیستی دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا