بشری حقونهروستي خبرونه

په هلمند کې د مېرمنو اقتصاد پیاوړتیا ته یو بل ګام

په هلمند کې ښځو ته د اقتصادي پراختیا په هدف د سبزیو څه باندې ۵۰۰ کورنۍ باغچې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د هلمند د کرنې ریاست د پلان او برنامو د همغږۍ د برخې مسؤل سید رفیع‎الله قلم نن چهارشنبه ازادي راډیو ته وویل چې دغه باغچې په مرکز لښکرګاه، ناوې، نادعلي او نهر سراج ولسوالیو کې د ۱۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د کرنې او مالدارۍ وزارت په مالي ملاتړ جوړې شوې دي.

ښاغلی قلم وايي چې دغه‌راز ۵۰۰ ښځو ته د کرکېلې په اړه روزنه او کرنیز توکي ورکړل شوي دي.

ښاغلي قلم دغه‌راز په دغه ولایت کې د کرنیزو پروژو تطبیق، د ښځو د مالي ملاتړ لپاره ګټور وباله.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا