اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

ایران: افغان کډوال زموږ لپاره امنیتي ننګونه نه ده

ډید خبري آژانس: د ایران د کورنیو چارو وزیر په دغه هیواد کې د ۵ میلیونو مهاجرینو شتون په کلکه رد کړ او ویې ویل، چې ایران ته د افغان مهاجرینو له خوا د هر ډول امنیتي ننګونې شتون نه دی موجود.

د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي ویلي، امنیتي ادارې خپل کنټرول لري، خو د مهاجرینو اداره لا زیاتې څارنې ته اړتیا لري.

هغه له ایسنا سره په مرکه کې وویل: دوی زموږ هېواد ته امنیتي ننګونه نه جوړوي.

هغه زیاته کړه: کېدای شي په هره ټولنه کې امنیتي ستونزې وي، خو کشفي ارګانونه داسې نه دي خبر او که وي، نو ورسره به چلند وشي.

په همدې حال کې په دې وروستیو کې داسې راپورونه خپاره شوي چې افغان کډوال ایران ته امنیتي ګواښ پېښوي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا