اسلایدشوروستي خبرونهسیاستنړۍ

اروپايي ټولنه: نړیواله ټولنه د طا-لبانو په رسمیت نه پیژندل اجماع لری

ډیډ خبري اژانس: په افغانستان کې د اروپايي ټولنې سفیر ویلي چې اوس مهال د طا-لبانو د موقت حکومت د نه منلو په اړه د نړۍ اجماع موجوده ده.


په افغانستان کې د اروپايي ټولنې سفیر وان براندټ هم په دې وروستیو کې د دې اتحادیې په پارلمان کې ویلي و چې اوس مهال د طا-لبانو د موقت حکومت د نه منلو په اړه د نړۍ اجماع موجوده ده.
د اروپايي پارلمان په یوه غونډه کې وان برانډت که څه هم د افغانستان له خلکو سره د بشري مرستو د دوام غوښتنه وکړه، خو ټینګار یې وکړ چې دا مرستې باید طا-لبانو ته ورنکړل شي.
د يادونې وړ ده، چې د طا-لبانو د موقت حکومت له پرځېدو نږدې يو کال تېرېږي، خو تر اوسه هېڅ هېواد هغوى په رسميت نه دي پېژندلي او له طا-لبانو سره يې اړيکې محدودې کړې دي.
نړیوالې ټولنې طا-لبانو ته شرطونه وړاندې کړي، خو تر اوسه طا-لبانو دغه شرطونه نه دي عملي کړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا