افغانستانروستي خبرونهسیاست

د دوستم او ایشچي معامله

په کابل کې د امریکا سفارت شارژدافیر هوګو لارنس وایي،  نړیواله ټولنه او د افغانستان خلک د ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال دوستم د دوسیې د څېړلو ملاتړ کوي او دغه قضیې ته د سیاسي او قومي رنګ ورکولو د هڅو په اړه خبرداری ورکړ.

نوموړې تیره ورځ خبریالانو ته وویل، چې دغه قضیه د افغانستان د لوی څارنوال او نورو قضايي چارواکو له خوا جدي ارزونې ته اړتیا لري.

ښاغلي لارنس ټینګار وکړ چې د لومړي مرستیال ښاغلي دوستم پر خلاف د جنسي تیري په شمول لګېدلي تورونه ډېر جدي دي او خبرداری ورکړ که چیرې که څوک دې قضيې ته سیاسي او یا قومي رنګ ورکوي، دا په افغانستان کې د قانون د حاکمیت په زیان تمامېږي.

دا په داسې حال کې چې د ولسمشر لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم اوس مهال په ترکیه کې د درملنې لاندې ده.

ولسمشر محمد اشرف غني تیره ورځ خبریالانو ته وویل، چې جنرال دوستم د لوی څارنوالي د منظوري او حکم پر اساس دغه هېواد ته د درملنې لپاره تللې ده.

ولسمشر غني زیاته کړه، چې د ولسمشر لومړی مرستیال قضیه یو عدلي او قضایي قضیه ده چې د دوه کسانو ترمنځ او له دواړو خواوو نه یو پر بل ادعاوې وجود لري.

نومړې ټینګار وکړ چې په دې اړه د افغانستان په قانون کې وضاحت وجود لري او هر هغه شخص چې له قضایي او عدلي ادعاوو سره مخامخه دي خو د هغه روغتیایي حالت ښه نه دي، کولای شي چې له هېواد نه بهر سفر وکړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا