اسلایدشوروستي خبرونهسیاستنړۍ

نوي ډهلي د شلمې سرمشریزې په بلنه کې د هند پر ځای د «بهارت» کلمه وکاروله

دید خبری آژانس: د جی ۲۰ سرمشریزې له غونډې وروسته هند ته د هند د نوم د بدلولو احتمال په دغه هیواد کې د بحثونو سبب شوی دی.

وروسته له هغه چې د هند د لومړي وزیر نریندرا مودي حکومت د G20 سرمشریزې ته په رسمي بلنه کې د هند پر ځای د «بھارت» کلمه وکاروله، د لومړي وزیر پر دې اقدام کورني انتقادونه زیات شوي دي.

بهارت کلمه د هند د هیواد نوم دی، او «بهارتیه جنتا» په هند کې د واکمن ګوند نوم دی، چې مخالفین یې په قومي او مذهبي تبعیض تورنوي.

په هغه بلنه کې چې د هند جمهوریت د جمهور رئیس دروپادي مرمو لخوا د G20 په سرمشریزه کې حاضرو بهرنیو مشرانو ته استول شوې وه، هغې ته د «بهارت جمهوریت د ولسمشر» په توګه اشاره شوې ده. د مودي په څیر، میرمن مرمو د واکمن بهارتیا جنتا ګوند غړې ده.

که څه هم په هند کې د ولسمشرۍ مقام ډیرتشریفاتی دی او واک په عملی ډول د لومړي وزیر په لاس کې دی، د ولسمشر په توګه د هغه نوم د بهرنیو مشرانو په بلنه کې یاد شوی.

د راپور له مخې، د واکمن بهارتیا جنتا ګوند (BJP) څو وزیرانو د دې اقدام ستاینه کړې، خو د اپوزیسیون مشرانو په وړاندې یې سخت مخالفت کړی دی.

ټاکل شوې په راتلونکو ورځو کې د جي ۲۰ سرمشریزه په دغه هېواد کې جوړه شي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا