اسلایدشوروستي خبرونهسیاستسیمهمنطقیمهم مطالبنړۍ

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف تهران ته ځي

دید خبری اژانس وایی د روسیې دبهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف سبا تهران ته سفر کوی.

ټاکل شوې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف سبا دوشنبې (د لړم ۱ نېټه) له ایراني چارواکو سره د خبرو لپاره دغه هېواد ته ولاړ شي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا اعلان وکړ چې سرګي لاوروف به د دوشنبې په ورځ د ایران پلازمینې تهران ته سفر وکړي.

د راپورونو له مخې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر په ۳+۳ غونډه کې د ګډون لپاره ایران ته تللی دی.

ټاکل شوې ده چې د «۳+۳» غونډه سبا په تهران کې د بهرنیو چارو د وزیرانو په کچه جوړه شي، چې دواړه خواوې به د جنوبي قفقاز سیمې پر مسلو خبرې وکړي او د سیمه ییزو همکاریو د پراخولو هڅه به وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د بهرنیو چارو د وزیرانو د مرستیالانو په کچه د «۳+۳» غونډه تېر کال په مسکو کې د ګرجستان له حضور پرته جوړه شوې وه.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا