اسلایدشوروستي خبرونهسیاستمهم مطالبنړۍ

پوتین د یوه خپلواک فلسطیني دولت پر جوړولو ټینګار وکړ

دید خبری اژانس وایی: د روسیې ولسمشر په غزې تړانګې د اسرائیلو د رژیم بمبارۍ یوه اشتباه وبلله او د یوه خپلواک فلسطینی دولت او حکومت په رامینځته کولو یې ټینګار وکړ.

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين دغه څرګندونې پرون په کرملين ماڼۍ کې د روسيې له مذهبي مشرانو سره په کتنه کې وکړې.

هغه زیاته کړه: دا موږ ته څرګنده ده چې بې ګناه خلک باید د نورو له خوا د ترسره شوي جرمونو مسؤل نه وي.

پوتین خبرداری ورکړی چې له حماس سره د اسرائیلو جګړه ښايي منځني ختیځ ته هم وغځېږي.

د روسیې ولسمشر دا هم ویلي، چې د نورو هېوادونو مشرانو ته یې په ټیلیفوني خبرو کې منلې چې که په غزه کې جګړه او وینه تویونه ونه درول شي، د دې جګړې لمن به د منځني ختیځ نورو برخو ته هم وغځول شي.

د کرملین په بیان کې راغلي: نن ورځ زموږ دنده، زموږ اصلي دنده د وینې تویدنې او تاوتریخوالي مخه نیول دي.

پوتين پر لوېديځو هېوادونو نيوکه کړې او ويلي يې دي، چې ځينې ناپېژانده قوتونه په دې لټه کې دي، چې نور کړکېچ ته لمن ووهي او نور هېوادونه او خلک دې جګړې ته راکش کړي.

هغه یو ځل بیا د فلسطین او اسرائیلو د مسئلې د دوه دولتی حل لارې په اړه ټینګار کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د روسیې او چین استازو د غزې په اړه د امنیت شورا د پریکړه لیک مسوده چې د امریکا له خوا وړاندې شوې وه ویټو کړه.

دوی وايي امریکا په دې مسودې سره پر غزې د اسرائیلي پوځ بریدونو ته د مشروعیت ورکولو هڅه کوي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا