افغانستانروستي خبرونهټولنه

د خوړو نړیوال پروګرام د افغانستان له خلکو سره د مرستې لپاره د ۱۷۲ میلیونو ډالرو غوښتنه کوي

د دید خبري آژانس د خبر له مخې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) په راتلونکي ژمي کې د افغانستان له خلکو سره د ۱۷۲ میلیونه ډالرو د خوراکي توکو د مرستې غوښتنه کړې ده.

د خوړو نړیوال پروګرام د افغانستان له خلکو سره د مرستې لپاره د ۱۷۲ میلیونو ډالرو غوښتنه کوي

د ملګرو ملتونو اړوند دغه نړیوال پروګرام نن (د اسد ۲۵مه) په یوه ټویټ کې لیکلي، چې هڅه کوي د ژمي د موسم له رارسېدو مخکې د افغانستان لرې پرتو سیمو ته د خوراکي توکو د رسولو لپاره کافي خوراکي توکي چمتو کړي.
د خوړو نړیوال پروګرام زیاته کړه چې دغه پروګرام د راتلونکي ژمي لپاره د چمتووالي لپاره په عاجله توګه ۱۷۲ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري.
دا په داسې حال کې ده چې افغانستان د طا-لبانو له واکمنۍ وروسته له ژور اقتصادي بحران او د فقر او لوږې له خپرېدو سره مخ دی.
د خوړو نړیوال پروګرام د دوشنبې په ورځ پر افغانستان د طا-لبانو د واکمنۍ د کلیزې په مناسبت وویل چې د افغانستان خلکو یو نه زغمونکی کال تجربه کړ.
دغه سازمان په یوه ټویټ کې لیکلي چې په تېر کال کې د افغانستان د خلکو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو ژوند د نه زغملو وړ و.
د خوړو نړيوال پروګرام زياته کړه چې دغه سازمان د افغانستان د خلکو د ستونزو په پام کې نيولو سره له اړمنو کورنيو سره د مرستې لپاره په ټول هېواد کې خپل فعاليتونه زيات کړي دي.
دغه سازمان دا هم ویلي چې یوازې د روان کال له جنورۍ راهیسې دغې ادارې له ۲۱ میلیونو ډېرو اړمنو کسانو ته پاملرنه کړې ده.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا