افغانستانروستي خبرونهسیاست

جمهوررئیس غني: داسی سوله غواړو چې عدالت پکې تامین شی/ د ملي اردو په بودجه کې کموالی نه راځي

جمهور رییس غنی په یوه مراسم چی د ملی دفاع وزارت تالار جوره شوی و، ویلی دی چی داسی سوله غواړو چې عدالت پکې تامین شی.

د دید خبری آژانس به رپوت، د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن سهار د ملي دفاع وزارت د غونډو په تالار کې د اصلاحاتو د ارزونې په اړه جوړه شوې غونډه کې ګډون او وینا وکړه.
جمهوررئیس محمد اشرف غني د ملي دفاع وزارت د غونډو په تالار کې جوړې شوې غونډې ته د وینا پرمهال له ټولو زړورو جنرالانو، افسرانو، بریدملانو او سرتېرو څخه مننه وکړه چې په سختو شرایطو کې د افغانستان دفاع کوي او وې ویل، هر ځل چې دلته راځم سکون او پر تاسو اعتماد مې سل چنده کېږي.

جمهوررئیس په ملي دفاع وزارت کې د اصلاحاتو په عملي کېدو کې د یاد وزارت د لومړي مرستیال شاه محمود میاخېل هڅې وستایلې او وې ویل، دا اصلاحات ستاسو د پایدارۍ او د جګړې د لومړۍ کرښې د بریدملانو او سرتېرو غوښتنو او وړاندیزونو ته د رسیدګۍ لپاره تطبیقېږي.
د وسله وال پوځ اعلی سرقومندان په ټینګار سره وویل، د ملي اردو په بودجه، تمویل، تجهیز او روزنه کې کموالی نه راځي او د افغانستان د حکومت د پاملرنې ترڅنګ د بین المللي ټولنې ملاتړهم پرخپل ځای دی. د خپلې وینې تر وروستي څاڅکي ستاسو کلکه دفاع کوم او د افغان وسله وال پوځ د هر شهید کورنۍ، ټپي او معلول ته به رسیدګي کېږي.


جمهوررئیس محمد اشرف غني د سولې مذاکراتو ته په اشارې وویل: د افغانستان حکومت سولې ته ژمنتیا لري، خو موږ هغه مثبته سوله غواړو چې عدالت پکې تامین، مشارکت زیات او د خلکو حقوق خوندي شي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا