اسلایدشوامنیت و حوادثروستي خبرونهمنطقیمهم مطالبنړۍ

په بلوچستان کې د نامعلومو وسله والو په برید کې ۱۴ پاکستاني پوځیان وژل شوي دي

دید خبری آژانس: د پاکستان پوځ اعلان کړی چې د بلوچستان په ګوادر سیمه کې د ترهګرو په کمین کې د دغه هېواد لږ تر لږه ۱۴ پوځیان وژل شوی دی.

د پاکستان د پوځ عامه اړیکو اعلان وکړ: د ۲۰۲۳ کال د نوامبر په دریمه نیټه، د امنیتی ځواکونو دوه ګاډی چې له پسنی څخه د ګوادر په سیمه کښې د اورمارې په لور روان وو، د ترهګرو له خوا په نښه شول. په دې بدمرغه پېښه کې ۱۴ تنه عسکر ووژل شول.

پوځ زیاته کړه چې په سیمه کې د پاکولو عملیات روان دي او ژمنه یې وکړه چې د دې ناوړه عمل عاملین به محاکمه او عدالت ته راکاږي.

د پوځ په خبرپاڼه کې زياته شوې چې د پاکستان امنيتي ځواکونه له دغه هېواد څخه د ترهګرۍ د ګواښ د له منځه وړلو لپاره پرعزم دي او د زړورو سرتېرو دغه ډول قربانۍ د دوی هوډ لا پياوړی کوي.

د يادونې وړ ده چې د سپټمبر په وروستيو کې د بلوچستان په مستونګ سيمه کې د ميلاد النبي په مراسمو کې په ځانمرګي بريد کې لږ تر لږه ٦٠ کسان وژل شوي او ٦٠ نور ټپيان شوي وو.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا