اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

له خونړۍ زلزلې دوه ورځې وروسته؛ عبدالغني برادر هرات ته ولاړ

د دید اژانس دخبر له مخې: د رییس الوزرا اقتصادي معين ملا عبدالغني برادر اخند دوې ورځې له خونړۍ زلزلې او له زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره د اسانتياوو او تجهيزاتو د کمښت له امله د يوه پلاوي په مشرۍ هرات ته سفر وکړ.

د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه سفر د زلزله ځپلو سیمو د لیدنې په موخه شوی دی.

عبدالغني برادر به د دغه سفر په ترڅ کې له زلزله ځپلو سیمو څخه له نږدې لیدنه وکړي او د بیړنیو مرستو د رسولو ترڅنګ به اړوندو ادارو ته لازمې ډالۍ هم ورکړي، څو د زیانمنو لپاره راټولې شوې مرستې په عادلانه ډول وویشل شي.

د يادونې وړ ده، چې د دې پېښې د مرګ ژوبلې په اړه د کره معلوماتو د نشتوالي له امله په هرات کې له زلزله ځپلو سره د مرستې په موخه د لازمو اقداماتو لړۍ ځنډېدلې ده.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا