اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

امرالله صالح د ښه حکومتداری درې محوري برنامو خبر درکړ

د ولسمشر محمداشرف غني د مستقيمې او څرګندې لارښوونې پر بنسټ به زه په درې اړخونو يا محورونو کې لاس په کار شم.

د ولسمشر محمداشرف غني د مستقيمې او څرګندې لارښوونې پر بنسټ به زه په درې اړخونو يا محورونو کې لاس په کار شم.
د دید خبری آژانس په رپوت، لمړی: په لويو ښارونو کې جرم او مجرمينو مهارول؛ دویم: د هيواد عوايدو د زياتوالي په موخه د مالي نظام د چينجيانو پرضد په ځانګړي توګه په ګمرکونو کې، د اړينو او د منلو وړ مالوماتو پر بنسټ د اقدام تګلارې جوړول.
دريم: له کوچني اداري واحد يعنې ولسوالۍ او کوچني ټولنيز واحد يعنې کلي څخه د محلي حکومتولۍ ارزول، د اغېزمن مدیریت، د کوچنيو شخړو په حلولو کې د ولس برخې اخیستنې ته ارزښت ورکولو او د دولتي خدماتو د ښه والي په موخه به سر له سبا څخه لاس په کار شم.
د ټاکلو موخو او د اټکل وړ برنامو ته د رسېدلو لپاره د مهمو دولتي بنسټونو لکه د ملي امنيت مشاوريت، د کورنيو چارو وزارت، د ملي امنیت ریاست، د کلیو پراختیا وزارت، د ماليې وزارت، د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې، د اداري اصلاحاتو خپلواک کميسيون او د اړتيا پر وخت له ادارو سره به هم په مستقيم ډول کار وکړو او لازمه همغږي او همکاري به رامنځته شي تر څو وکړای شو د اداري حکومتولۍ او نظام واحد اقليم پياوړي کړو.
خلک مصئونیت او رواني ارامۍ ته اړتیا لري، له رښتينې پرمختګ څخه به خبر شي. شته وضعيت باید بدلون ومومي. مونږ ټول د غوره چاپیریال مستحق یو.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا