اسلایدشوافغانستاناقتصاد او پراختیاروستي خبرونهسیاستمهم مطالب

د ډالر پر وړاندې د افغانیو ارزښت له ۱۹ سلنه زیاد لوړ شوی

ډید خبري اژانس: مرکزي بانک د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت د ۱۴۰۲ کال په پرتله ۱۹،۳ سلنه لوړیدو خبر درکړ.

د افغانستان د مرکزي بانک د پولي سیاست عمومي مدیر احمد جواد سداد وايي، سږ کال د ډالر پر وړاندې د افغانیو ارزښت شاوخوا شل سلنه لوړ شوی دی.

سداد وویل، په دې موده کې د افغانستان اسعارو د سیمې د هېوادونو د اسعارو په پرتله ښه نسبي ثبات درلود.

په همدې حال کې د غیر بانکي مالي بنسټونو عمومي څارونکي احمد ظاهر ناصرزی وايي، په هېواد کې د تبادلې د انفرادي جوازونو له لغوه کېدو وروسته دغه بانک د تبادلې او پیسو خدمتونو شرکتونو ته ۱۷۶۶ جوازونه صادر کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو میاشتو کې د افغانیو پر وړاندې د امریکايي ډالر ارزښت د پام وړ کم شوی دی.

تېره میاشت یو امریکايي ډالر حتی تر ۶۷ افغانیو کم و.

د اقتصادي چارو کارپوهان په دې باور دي چې د ډالر پر وړاندې د افغانیو د ارزښت د لوړېدو لامل له مرستندویه هېوادونو په ځانګړې توګه د امریکا له متحدو ایالتونو د ډالرو د فزيکي کڅوړو د بې ساري راتګ او په بازارونو کې د هغې د زیات عرضې له امله دی.

د افغانيو په وړاندې د ډالر د ارزښت له راټيټېدو سره سره د خوراکي او غير خوراکي توکو بيې ډېرې راټيټې شوې نه دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا