روستي خبرونهسیمه

امریکا ته د ایران خبرداری

تاند- د ایران انقلابي ځواک (سپاه پاسداران) امریکا ته د بندیزونو په وړاندې بې ساری خبرداری ورکړ، ویې ویل چې د بندیزونو په صورت کې د ایران د شاوخوا له زر کیلومترۍ څخه خپلې اډې ټولې کړي.

د سپاه عمومي قوماندان محمد علي جعفري دا خبرداری وروسته له دې ورکړ چې د امریکا حکومت د ایران د لرواټنه توغندیو د پروګرام او نورو پوځي فعالیتونو په خاطر پر یو شمېر افرادو او بنسټونو بندیزونه ولګول.

امریکا دا بندیزونه یوه ورځ وروسته له دې ولګول چې تائید یې کړه چې ایران د ۲۰۱۵ میلادي کال له اتومي موافقې سره سم عمل کړی دی.

د امریکا د دې اقدام په عکس العمل کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف وویل چې د متحدو ایالتونو بندیزونه ناروا او د اتومي موافقې د روحیې خلاف دي.

خو د ایران د سپاه پاسداران عمومي قوماندان د امریکا د بندیزونو د غندنې له پولې واوښت، او امریکا یې جګړې ته راوبلله.

امریکا د افغانستان په شمول د ایران په اکثرو ګاونډیو هیوادونو؛ لکه ترکیه، قطر، اماراتو کویت، بحرین او سعودي عربستان کې اډې لري او ټول هیوادونه ایران ته تر زر کیلو متره ‌ډېر نژدې دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا