اسلایدشوروستي خبرونهشننهنړۍ

په عراق کې داعش په ماته کې  د ديني مرجعیت او ولسي پاڅون ونډه

 

عراق  د داعش د روستیو سنګرونو فتح اعلان کړه او په بشپړ ځواک یې د موصل ولایت  د یالمه، انبار او فلوجه تر  ولایتونو روسته له داعشیانو پاک کړ.

پوښتنه داده چې په عراق کې د داعش  پر خلاف په کامیابۍ کې څه ونډه درلوده؟ آیا داسې څه پکې شته، چې د ترورزم پر خلاف په افغانستان  کې په کامیابۍ کې ونډه ولري او د یوې  انساني تجربې په نامه ترې موږ هم ګټنه وکړو؟

په عراق کې پر دښمن په لاسبرۍ کې دوو لاملونو ونډه درلوده، چې په افغانستان کې ګټورېدای او تکرارېدای شي.

لومړی دیني مرجعیت او دویم ولسي پاڅون او بسیج، چې په عراق کې د بریا لامل شول، چې له یوه یې هم د عراق په بریا سترګې پټولای نشو.

امریکا غوښتل، چې په عراق کې اصلي لوبغاړې ووسي؛ خو دیني مرجعیت د عراق دولت مکلف کړ، چې له نړیوالې ټولنې سره د نیکو اړیکو له درلودو سره سره دې هغوی ته د عراق په برخلیک د لوبو اجازه ور نه کړي.

د داعش د فتنې پر خلاف په عراق کې د شیعیانو مرجعیت آیت الله سیستاني د تکفیریانو پر خلاف جنګېدل او له هېواده دفاع واجب اعلان کړه او تردې فتوا روسته تر ۲ میلیونو پورې له عراق نه دفاع ته چمتوتیا وښووله چې د عراق دولت له منځه ۱۵۰ زره وګړي تنظیم کړل او دې خلکو د دیالمه، انبار او د موصل د ښارونو په ازادولو کې خورا ونډه درلوده  او د عراق حکومت او پارلمان هم له ولسي پاڅونه ګټنه د یوه ځانګړي قانون په نامه تنظیم کړ او ځانګړي مزایاوې او یې ورته په پام کې ونیول.

د عراق په ولسي پاڅون کې يې خورا مهمه خبره ملي ترکیب دی، چې په ټولو صحنو کې یې شیعه،سني، مسیحي او ایزدي د یو بل ترڅنګ ول او په یوه خوله یې د دیني مرجعیت فتوا ته لبیک ووایه او د خپل هېواد او بشریت پر خلاف یې مبارزه وکړه.

زموږ د هېواد دولت، پارلمان، د علماوو شورا، جهادي مشران او سیاسي مخور او فرهنګیان کولای شي، چې له همدې تجربې نه ګټنه وکړي.

داکتر عدالتخواه- خبرگزاری دید

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

هم چک کړئ
بستن
دکمه بازگشت به بالا