اسلایدشوافغانستانحکومتروستي خبرونهسیاست

د طالبان په چارسمبالي حکومت کې تازه بدلونونه رامنځته شول

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مرستیال او د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن په یوه خبري ناسته کې د کابینې یو شمېر پاتې وزارتونو او مرستیالۍ ته نوي څانګوال ټاکل شوي دي.


د دید خبری آژانس په رپورت، نوموړي‌ زیاته کړې، چې د شیخ هبة الله آخوندزاده پر سپارښتنه په وزارتونو کې لاندې ګمارنې شوې، چې نومونه یې دادي:
د پنجشیر ولایت اوسیدونکی د هېواد ملي سوداګر حاجی نورالدین عزیزي د سوداګرۍ وزارت د سرپرست په توګه.
د بغلان ولایت اوسیدونکی ملي سوداګر حاجی محمد بشیر د سوداګرۍ وزارت د مرستیال په توګه.
د سرپل ولایت اوسیدونکی ملي سوداګر حاجی محمد عظیم سلطان زاده د سوداګرۍ وزارت د دوه یم مرستیال په توګه.
ډاکتر قلندر عباد د روغتیا وزارت د سرپرست په توګه.
ډاکټر عبدالباری عمر د روغتیا وزارت د مرستیال په توګه.
داکټر محمد حسن غیاثي د روغتیا وزارت د دوه یم مرستیال په توګه
صدر ملا محمد ابراهیم د کورنیو چارو وزارت د امنیتي مرستیال په توګه.
ملا عبدالقیوم ذاکر د دفاع وزارت د مرستیال په توګه.
انجنیر نظر محمد مطمین د اولمپیک ملي کمېټي د سرپرست په توګه.
انجنیرمجیب الرحمن عمر د برښنا او انرژي وزارت د مرستیال په توګه.
حاجی غلام غوث د پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت د مرستیال په توګه.
ډاکټتر محمد فقیر د مرکزي احصائې د ادارې د سرپرست په توګه.
ګل زرین کوچی د سرحدونو وزارت د دوه یم مرستیال په توګه.
قومندان ارسلا خروټی د کډوالو چارو وزارت د مرستیال په توګه.
دوکټور لطف الله خیرخواه د لوړو زدکړو وزارت د مسلکی مرستیال په توګه.
انجنیر نجیب الله د اټومي انرژۍ د مشر په توګه.
حاجي ګل محمد د سرحداتو وزارت د مرستیال په توګه.
د مجاهد د څرګندونو له مخې؛ په دې ګمارنو کې تر ډېره مسلکیتوب په نظر کې نیول شوی، چې له بشپړېدو سره به د حکومت چارې نورې هم ښې او کابینه معیاري‌ شي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا