اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

د خلیلزاد څرګندونو ته د ایراني چارواکو غبرګون: تاسو په افغانستان کې څه شی کرلي او د څه په تمه یاست؟

دید خبری اژانس وایی، د ایران دبهرنیو چارو د وزارت د جنوبی اسیا د چارو عمومی مدیر سید رسول موسوی د امریکا په کانګرس کښې د خلیلزاد د شهادت په غبرګون کښې له هغه څخه وپوښتل چې په افغانستان کښې څه شی کری او د کومو میوو په انتظار یې؟

ښاغلي موسوي د زلمي خلیلزاد خبرو ته په اشارې سره چې ویلي یې دي په افغانستان کې د امریکا له خوا کرل شوي تخمونه به میوه ولري، لیکلي: «موږ باید وګورو چې دوی کوم تخم کرلي او د کومې میوې په لټه کې دي».

هغه د خلیلزاد د وینا دا برخه د کانګرس د استماعیه غونډې «تر ټولو مهم پیغام» وباله.

زلمي خلیلزاد د پنجشنبې په شپه د امریکا د کانګرس په استماعیه غونډه کې د دوحې د موافقې په اړه وویل چې د افغانستان وروستی فصل لا هم د امریکا لپاره نه دی لیکل شوی او تاسو باید د هغو میوو انتظار وکړئ چې کرل شوي دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا