اسلایدشوافغانستانروستي خبرونه

کابل ښاروالي:

 د ښار لومړنی میترو بس به ژر ګټې اخیستنې ته وسپارل شي

کابل ښاروالي وایي په روان کال کې به په کابل ښار کې د میترو بس چارې پیل شي او د راتلونکي کال په لومړیو کې به دغه مېترو ګټه اخیستنې ته وسپارل شي.

د کابل ښاروالۍ سرپرست عبدالله حبیب زي وویل، چې په کابل ښار کې به ۳۷۵ کیلومتره سړکونه په روان کال کې جوړ شي ،چې عرضونه یې له ۶ مترو پيل او تر ۶۰ مترو پورې رسېږي.

دده په وینا د میترو بس لومړنی خط به هم نن پرانیستل شي او هوکړه یې نړیوالو معیارونو ته په پام له یوه شرکت سره لاسلیک شوې ده.  د حبیب زي په وینا، دا په افغانستان کې د  میترو بس لومړنۍ تجربه ده او د روان کال په پای کې به دویم خط هم پرانیستل شي او په ټول کې به، په راتلونکو درېیو کلونو کې په کابل ښار کې ۱۱۱ کیلومتره مېترو بس خط پرانیستل شي.

دده په وینا لومړنی خط به په یوه کال کې جوړ شي او د راتلونکي ۱۳۹۷ کال کې به کابل ښاریان وکړای شي له هغه ګټه پورته کړي. نوموړي وویل، په ۶ میاشتو کې په دې بریالي شول چې د کابل ښار د پراختیا لپاره منظم پلان جوړ کړي چې په همدې لړ کې یې نن د ۱۶ مهمو پروژو قرار دادونه له شرکتونو سره لاسلیک کړل.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا