افغانستاناقتصاد او پراختیاروستي خبرونه

د هېواد په کچه څه باندې ۳۰۰ تخنیکي او مسلکي انسټیټوټونه او ښوونځي جوړ شوي دي

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې؛ د تخنیکي او مسلکي زده کړو د کیفیت د ښه والي په موخه د تعلیمي نصاب د اصلاح، د ښوونکو د وړتیا لوړولو اوتجهیزاتو د برابرولو په برخه کې بنسټیز فعالیتونه ترسره کړي دي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې؛ د تخنیکي او مسلکي زده کړو د کیفیت د ښه والي په موخه د تعلیمي نصاب د اصلاح، د ښوونکو د وړتیا لوړولو اوتجهیزاتو د برابرولو په برخه کې بنسټیز فعالیتونه ترسره کړي دي.
د تخنیکي او مسلکي زده کړو د ادارې، رییسې، ندیمې سحر، چې د سه شنبې په ورځ یې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې ملت ته د حکومت د حساب ورکولو په پروګرام ګډون کړی وو، زیاته کړه: د بېلابېلو څانګو تعلیمي نصاب د کار د بازار له سټنډرډونو سره سم برابر شوی او د ښوونکو د وړتیاوو د ارزونې میکانیزم پراختیا موندلې ده.
مېرمن سحر وویل، د تدریس د میتود په تړاو د اداري کارکوونکو او ښوونکو د وړیتا لوړولو په موخه د داخل خدمت لڼدمهاله زده کړې او د ټولګي د مدیریت او څارنې په برخه کې په ولایتونو کې ۲۸۵۰ ښوونکو ته ښوونیز پروګرامونه جوړ شوي دي.
نوموړې وویل، چې د دولتي تخنیکي او مسلکي ښوونځیو شمېر له ۴۲ څخه ۳۰۱ ته لوړ شوی، د زده کوونکو شمېر له ۱۵ زره څخه څه باندې ۶۴ زره تنو ته ختلی او د ښوونکو شمېر له ۲۶۰۰ څخه څه باندې ۴ زره تنو ته رسېدلی دی.
د تعلیمي نصاب د ټولو څانګو لپاره درسي توکي برابر شوي او په درې کلنو او دوه کلنو ښوونیزو پروګرامونو کې به تطبیق شي.
دغه راز سحر وویل، چې د ولایتونو په ۳۳ مرکزونو کې ۱۲۹ انسټیټوټونه او ښوونځي او په ۱۵۶ ولسوالیو کې ۱۷۲ انسټیټوټونه او ښوونځي رامنځته شوي دي.
هغې زیاته کړه، زیاتره تعلیمي مرکزونه ډېرې څانګې لري چې د ولایت او ولسوالۍ د بازار له اړتیاوو سره سمې څانګې هم پکې شاملې دي.
دغه راز د ماشومانو لپاره ۱۰ ښوونځي د ځانګړو اړتیاوو په پام کې نیولو سره جوړ شوي چې له اول څخه تر دولسم ټولګي پورې ړندو او کڼو زده کوونکو ته زده کړه پکې ورکول کېږي.
د تخنیکي او مسلکي زده کړو رییسې په ۱۳۹۸ کال کې د خپلې ادارې د پروګرامونو په اړه وویل، چې د تعلیمي نصاب د لسو څانګو بیاکتنه او پراختیا، د ۱۵۶ درسي کتابونو تالیف او د ۶۹ عنوانه کتابونو او د درسي کمکي توکو ډیزاین د ۱۳۹۸ کال په پلان کې شامل دي.
همدارنګه د ۳۸۳۷۰۰ ټوګه په شمېر؛ ۷۸ عنوانه درسي کتابونه او د ښوونکي لارښود ۱۰۰۰ ټوکه کتابونه به چاپ او ووېشل شي.
هغې وویل چې د ښوونکو د بستونو د ګومارنې پروسه به چټکه شي او د نوي طرز العمل پر بنسټ مسلکي او د عملي وړتیاوو لرونکي ښوونکي په دندو ګومارل کېږي

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا