روستي خبرونهنړۍ

په عراق کې د داعش یو بل بشري جنایت

په عراق کې د بې ځایه شوو کډوالو په کمپ  ځانمرګی برید وشو.

د عراق د الانبار ولایت د رامادي  په ښار کې د بې ځایه شوو عراقیانو لپاره په جوړ شوي  کمپ کې  ځانمرګی برید وشو چې له امله يي  ۱۴ تنه مړه او تر شلو ډیر نور ټپیان شوي دي. د وژل شوو کسانو په منځ کې ۴ تنه ماشومان  دي.

ځانمرګي برید کوونکي چې  ځان کمپ ته د نوو کډوالو په منځ کې  پټ کړی وو  د کمپ  په دخولي  دروازه کې  د ګڼې ګوڼې په منځ کې ځان  ولوزو. په پیښه کې  عراق ځینو پولیسو هم ژوند د لاسه ورکړی دی .

د رامادي د ښار ښاروال ابراهیم  العوسج  خبري رسنیو ته ویلي دي چې  ځانمرګي برید کوونکي  د نوو راغلو کډوالو په منځ کې ځان پټ کړی وو. هغه ویلي دي چې  ځانمرګي هله ځان  والوزو چې  عراقي پولیس کمپ ته د نوو کډوالو د ننوتو کنټرول  او پلټنې  ترسره کولې.

د برید مسئولیت  د داعش ترهګرې ډلې په غاړه اخیستی دی. داعش ترهګرې ډلې  ویلي دي چې  د برید موخه عراقي امنیتي ځواکونه ول.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا