روستي خبرونهسیاستشننه

آی اس آی، طالبانو سره هر اړخیزه همکارې کوی

د پاکستان آی اس آی اوس په دې لټه کې ده چې په پاکستان کې شته مذهبي او افراطي ډلي چې تل یې ورڅخه حمایت کړي اوس مهال د بیعت تر نامه لاندې له طالبانو سره یوځاي کړي.

سید عبدالله پاچا
دا یو حقیقت دی چې زموږ ګران هېواد افغانستان د اوږدې مودي راهیسې د پردیو، په ځانګړي توګه دپاکستان داستخباراتې کړۍ دتوطیو او دسیسو ښکار دی اوتل یې هڅه کړي ترڅو افغانان په یوه اوبل نامه له کړاونو او ناخوالو سره مخ کړي او دخپلو ناوړو موخو دپلي کیدو په خاطر یې د ترهګرو ملاتړ او په خپله خاوره کې یې روزنیز مرکزونه جوړ او بیایې د مظلومو افغانانو د وژلو په موخه زموږ خاوري ته رواستوي. دا هغه حقیقت دی چې د دی هېواد هر وګړۍ یې احساسوي چې پاکستان د ترهګرو ډلو یو ملاتړ کوونکي او روزنکي هیواد دې او تل یې هڅه کړي تر څو د دغو ترهګرو ډلو په مټ په سیمه او په ځانګړی توګه په افغانستان کې یو لړ ترهګریزي کړنې ترسره کړي، دا چې اوږدې مودې راهیسي د امریکا ځانګړی استازې زلمی خلیلزاد او طالبانو تر منځ د سولې خبرې اترې روان دي او د قطر هیواد په ګدون یې ډیري هیوادونو ته هم په همدغې موخه سفرونه درلودل چې بالاخره د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې تړون لاسلیک شو چې د یاد تړون د ځینو مواداتو له پلې کیدو وروسته به د افغان دولت او طالبانو تر منځ مخامخ خبرې پیل شي، خو له بده مرغه چې طالبانو د یادې موافقتنامې له مخې خپلو تعهداتو ته ژمن ندي پاتي، ځکه چې دوي نه یوازې تاوتریخوالي کم نکړ، بلکې هره ورځ یې په بریدونه کې زیات والی راوستی دی، او بل مقابل افغان حکومت تل دوي ته د سولې د خبرو اترو په موخه د اوربند وړاندیز کړي او په دغه لړ کې له ۴۰۰۰ زرو زیات طالبان بندیان هم له بنده آزادی کړي دي، خو د پاکستان په ګډون ځیني هیوادونه په دې لټه کې دې چې د افغانستان د سولې بهیر له یو لړ خنډونو سره مخ کړي او د دې تر څنګ نړیوالو ته طالبانو یو پیاړوې ډله معرفی کړي، دا ځکه چې د پاکستان آی اس آی اوس په دې لټه کې ده چې په پاکستان کې شته مذهبي او افراطي ډلي چې تل یې ورڅخه حمایت کړي اوس مهال د بیعت تر نامه لاندې له طالبانو سره یوځاي کړي څرنګه چې څو میاشتي د مخه یې د اهل الحدیث(سلفی) ډله چې مشری یې شیخ عبدالعزیز نورستانی کوي او له څو لسیزو راهیسي په پاکستان کې مذهبي فعالیت کوي د دوي په لارښوونه او دستور د یو صوتی پیغام په خپریدو سره خپل بیعت له طالبانو څخه اعلان کړ او پر وسله والو طالبانو یې غږ کړی چې د دې ډلې لوړ پوړو غړو لپاره امنیت برابر او د دوي لپاره دې د جنګي جبهې جوړولو لپاره لوژیستیکي اسانتیاوې او مالي سرچینې برابرې کړي، دا په خپله د دې څرګندوي کوي چې د پاکستان ISI سازمان په دې لټه کې دې تر څو د طالبانو په ملاتړ د ځینو نورو ترهګرو او مذهبي ډلو په یو ځاي کیدو سره د افغان امنیتي ځواکونو په وړاندې نظامي جبهې رامینځته کړي او طالبان هم دا هوډ لري چې د خپلو جنګي لیکو په پیاوړي کولو سره په داسې حال کې خپلو ترهګریزو کړنو او تاوتریخوالي ته دوام ورکړي چې د سولې خبرې اترې له هر وخت څخه اوس مهال په ملي او نړیواله کچه ګرمې دي چې ځیني هیوادونه او په ځانګړي توګه پاکستان غواړي چې له طالبانو سره د خپلو روزل شویو افراطي او مذهبي ډلو په یو ځای کولو سره طالبانو پیاوړي وښي او په دې توګه دوي ته ستر امتیاز تر لاسه کړي تر څو په راتلوونکي کې وکولای شي د دوي په واسطه د افغانستان ولس او حکومت پر وړاندې خپلې ناوړې موخې پلي کړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا