اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهکلتور او ادب

صادق عصیان وفات شو

دید خبری آژانس د خبر له مخی، شاعر او د بلخ پوهنتون پخوانی استاد صادق عصیان د ورپیښې ناروغۍ له امله د آلمان په شتوتګارت ښار کې ومړ.

د دغه استاد صادق عصیان زوی فرامرز عصیان نن یکشنبه (۲ میزان) په خپله فیسبوک پاڼه کې د خپل پلار مړینه تایید کړه.

صادق عصیان چې د جمهوري رژیم له نسکوریدو وروسته آلمان ته مهاجر شوی و، له څه مودې راهیسې د استوتګارت په یوه روغتون کې بستر و.

استاد صادق عصیان په ۱۳۵۲ هجري لمریز کال کې په بلخ ولایت کې زیږیدلی دی. تر ماسټرۍ پورې یې د فارسي ژبې او ادبیاتو زده کړې او شاوخوا شل کاله یې د بلخ په پوهنتون کې تدریس کړی دی.

د هغه څو شعري ټولګې او کتابونه چاپ شوي دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا