اسلایدشوروستي خبرونهسیاستنړۍ

د سعودي عربستان له چارواکو سره د چین د استازي پر غونډه د افغانستان تمرکز دی

ډید خبري اژانس: د افغانستان په چارو کې د چین ځانګړي استازي د افغانستان مسئلې په اړه د خپلو سفرونو په دوام کې د سعودي عربستان د بهرنیو چارو د وزارت له چارواکي سره د لیدنې خبر ورکړ.

د افغانستان په چارو کې د چین ځانګړي استازي یو ژیاونګ په دې وروستیو کې په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي چې په سعودي عربستان کې یې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال سعود الساطي سره لیدلي دي.

د چين استازي د دغې غونډې په اړه ليکلي: پرون ما په سعودي عربستان کې د بهرنيو چارو له مرستيال وزير سعود الساطي سره ډېره دوستانه ليدنه وکړه.

هغه زیاته کړه: دواړه خواوې دې ته اړتیا لري چې د افغانستان د سولې، باثباته او سوکاله راتلونکي د ترلاسه کولو لپاره خپلې ګډې هڅې پیاوړې کړي.

د چین ځانګړي استازي قطر ته د خپل سفر په ترڅ کې د سیمې په چارو کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال سره د افغانستان پر وضعیت د نظر تبادله وکړه.

باید وویل شي، چې د چین استازي تر دې وړاندې هم له پاکستاني چارواکو سره کتلي او د افغانستان په اړه یې په تفصیل خبرې کړي دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا