Uncategorizedافغانستانروستي خبرونه

امریکاییانو په خوست کې عمومي لارې تړلې دي

د خوست ولايتي شورا غړو او يو شمېر مدني فعالانو په دغه ولايت کې له مېشتو امريکايي ځواکونو غوښتي چې د دوی د نظامي اډې تر څنګ تېر شوی تړلی سړک د خلکو پر مخ بېرته پرانيزي.
دغه سړک چې د خوست مرکز په ختيځه څنډه کې د زاړه هوايي ډګر يا چپمېن تر څنګ تېر شوی، څه باندې دوه مياشتې مخکې هغه مهال وتړل شو چې د دې لارې پر غاړه پر يوه امنيتي پوسته ځانمرګی موټربم بريد وشو.
د ځاځي ميدان، باک، صبري او يعقوبي، تريزايي او مرکز اړوند د لکڼو او شمل سيمو اوسېدونکي د يادې لارې پر ځای اوسمهال ښار ته له فرعي لارو ننوځي چې له سختو ستونزو سره مخ دي.
د خوست د ولايتي شورا غړي عبدالولي واحدزي د چنګاښ په ١٧مه يوه خبري کنفرانس ته په خبرو کې په ياده نظامي اډه کې له مېشتو امريکايي ځواکونو وغوښتل چې دغه لار بېرته پرانيزي او يا دې يې د بديل په اړه فکر وکړي.
هغه د ګواښ په ډول وويل چې که د چپمېن په نظامي اډه کې پراته امريکايي ځواکونه دغه سړک خلاص نه کړي د دوی او خلکو له جدي غبرګون سره به مخ شي.
ده زياته کړه: ((موږ د وروستي ځل لپاره پر ځايي اداره، مرکزي دولت او په خوست کې پر مېشتو امريکايي ځواکونو غږ کوو چې نور د خلکو حوصلې مه ازمايئ او ولس قيام ته مه مجبوروئ.))
د خوست د ولايتي شورا يوه بل غړي قمرعلي لکڼوال په خپلو خبرو کې وويل چې دوی ولايتي ادارې او امريکايي ځواکونو ته لس ورځې وخت ورکوي، څو ياده ستونزه هواره کړي.
ده زياته کړه: ((که زموږ غوښتنه ونه منل شي، موږ به ولسونو ته مراجعه وکړو، موږ به له ولسونو او مدني ټولنو سره مشورو ته مخه کړو. که بيا يې هر ډول عواقب ولرل، مسووليت به يې د دولت پر غاړه وي.))
مدني فعال حميدزي باور ياد خبري کنفرانس ته وويل چې د يادې لارې په تړل کېدو سره له ډېر ستونزو سره مخ شوي او حتی په ځينو وختونو کې ناروغانو په فرعي لارو کې ساه ورکړې ده.
ده له افغان دولت او په چپمېن اډه کې له مېشتو امريکايانو وغوښتل چې د خلکو پر وړاندې دې ستونزې نه جوړوي او ياده لار دې د ترافيکو پر مخ پرانيزي.
د خوست د والي وياند مبارزمحمد ځدراڼ درې ورځې مخکې له رسنیو سره په خبرو کې د يادې لارې بندېدو له کبله د خلکو ستونزې پر ځای بللې وې، خو د دايمي حل لارې پر موندلو يې ټينګار کړی و.
هغه زياته کړې چې د ځينو امنيتي ګواښونو له امله دغه لار د خلکو پر مخ تړل شوې، خو ويې ويل چې پر بديلې لارې غور شوی او په دې هکله د ټولګټو چارو وزارت هم ورسره د مرستې ژمنه کړې ده.
مبارزځدراڼ وويل: ((والي حکم خان حبيبي د ټولګټو چارو له وزير سره ليدلي دي، هغه ژمنه کړې چې يو پلاوی به خوست ته ځي، د نوې لارې سروې او ډيزان به کوي او بيا به ورته بوديجه ځانګړې کوي.))
د يادونې ده، تېره اوونۍ د خوست د ختيځو څلورو ولسواليو اوسېدونکو ښار ته تلونکې فرعي لارې هم له دې کبله د اعتراض په ډول تړلې وې چې ښار ته ننوتونکی عمومي سړک دې پرانيستل شي.
په زاړه هوايي ډګر کې دننه چې د چپمېن په نوم هم يادېږي، امريکايي ځواکونه او افغان امنيتي سرتېري مېشت دي، خو د اډې د ساتنې مسووليت افغان امنيتي ځواکونه پر غاړه لري.
ډېر ځله مخکې هم چې کله د يادې اډې پر امنيتي پوستو ځانمرګي او ډله ييز وسله وال بريدونه شوي، دا عمومي لار د خلکو د تګ راتګ پر مخ تړل شوې.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا