اسلایدشوامنیت و حوادثروستي خبرونهسیاستنړۍ

په نیویارک کې د ډزو له امله یو شمیر کسان مړه او ژوبل شول

دید خبري اژانس: د نیویارک د برونکس ولسوالۍ د مترو سټیشن کې د ډزو په پایله کې یو کس وژل شوی او پنځه نور ټپیان شوي دي.

د نیویارک پولیسو اعلان کړی چې د ډزو عامل تر اوسه نه دی نیول شوی او د پنځو ټپیانو حالت هم معلوم نه دی.

سیمه ییزو رسنیو ویلي، چې د پنځو ټپیانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ نه دی.

د نیویارک په مترو لارو کې د جرم کچه «نادرانه» بلل شوې او د ښار د ترانسپورت څانګې ویلي چې په ۲۰۲۳ کې په مترو سړک کې ۵۷۰ جنایي بریدونه راپور شوي.

خو لا هم په امریکا کې په عامه او تعلیمي ځایونو کې د بې وسلې کسانو ډزې هر کال په سلګونو کسان وژني.

د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په امریکا کې د ډزو د پېښو په غبرګون کې څو څو ځله افغانستان له دغه هېواد څخه خوندي بللی دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا