اسلایدشوتر تولو مشهورروستي خبرونهسیاستسیمهمنطقیمهم مطالبنړۍ

د ایران ولسمشر ترکیې ته ولاړ

دید خبری اژانس وایی، د ایران ولسمشر ابراهیم رییسی له تهران څخه د ترکیې پلازمینې انقرې ته لاړ.

د ایران ولسمشر د یوه لوړ پوړي سیاسي او اقتصادي پلاوي په مشرۍ ترکیې ته تللی او په څو ساعتونو کې به انقرې ته ورسیږي.

د ایران ولسمشر ترکیې ته له خپل سفر مخکې وویل چې د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره به د صهیونیسټ رژیم د مهمو شریانونو د پرې کولو په اړه خبرې اترې وکړي.

دا سفر په داسې حال کې کیږي چې ایران او ترکیه د غزې د جګړې په اړه ډیر نږدې نظرونه لري او دواړه هیوادونه اسرائیلي رژیم په جنګي جنایتونو، نسل وژنې، د ماشومانو په وژنه او اشغال تورنوي.

خو ترکیه او ایران د سوریې په مسله کې ګډ او نږدې نظرونه لري او دې مسلې انقره په ناټو کې د خپلو متحدینو په ځانګړې توګه د امریکا په مخالفت کې اچولې ده.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا