اسلایدشوبشری حقونهروستي خبرونهسیاستمهم مطالبنړۍګزارش

د اسرائیلي رژیم له لوري په غزه کې پر یوه روغتون د خونړۍ بمبارۍ په پایله کې د ۵۰۰ کسانو د وژل کېدو په اړه توند غبرګونونه

دید خبری آژانس: د غزې په تړانګه کښې په یوه روغتون باندې د اسرائیلو له وژونکی حملې وروسته چې پکښې د ښځو او ماشومانو په شمول لږ تر لږه ۵۰۰ کسان ووژل شول، د اردن پاچا د امریکې او مصر له ولسمشرانو سره کتنه لغوه کړه.

د غزې په الاهلي روغتون د اسرائیلي رژیم له وژونکي برید وروسته اردن د امریکا له ولسمشر جوبایډن او د مصر له ولسمشر عبدالفتاح السیسی سره لیدنه لغوه کړه.

د فلسطیني ادارې مشر محمود عباس هم له دې غونډې وتلی دی.

د غزې د روغتیا وزارت اعلان کړی چې لږ تر لږه ۵۰۰ کسان چې زیاتره یې ښځې او ماشومان دي په الاهلي بپتست روغتون کې مړه شوي دي.

د ملګرو ملتونو لخوا چلول شوی ښوونځی هم په نښه شوی چې کډوال پکې اوسیږي.

د وژونکي برید په اړه د غصې په مینځ کې، په منځني ختیځ او د نړۍ په نورو لویو ښارونو کې ناڅاپي لاریونونه پیل شوي.

د نړۍ مشرانو هم دغه پېښه په کلکه غندلې ده.

د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي د غزې په تړانګې کښې په روغتون د حملې په اړه د صهیونیسټانو د جنایت په غبرګون کښې ټینګار وکړ د دغه جنګي جنایت په وړاندې د هیڅ ازاد انسان چوپتیا روا نه ده.

ریيسي وويل دامريكا او اسرائيلي بمونو لمبې چې نن شپه دفلسطين په مظلومو شهيدانو غورځول شوي دي ډير ژر به صهيونيسټان وسوځوي .

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي دي: د یوه روغتون په نښه کول چې ښځې، ماشومان او بې ګناه ملکي وګړي په کې شتون لري، د اسراییلو د بریدونو وروستۍ بیلګه ده چې تر ټولو اساسي انساني ارزښتونه نلري.

اردوغان: زه ټول بشریت ته بلنه ورکوم چې په غزه کې د دې وحشیانه عمل مخه ونیسي چې په تاریخ کې یې بې ساری دی.

باید وویل شي، چې پر غزې د اسرائیلي رژیم په بریدونو کې تر ۳۰۰۰ ډېر فلسطینیان وژل شوي دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا