بشری حقونهروستي خبرونهسیاستنړۍ

اميري: په افغانستان کې د بريدونو د زياتوالي په اړه اندېښمن يو

د دید خبري آژانس د خبر له مخې په افغانستان کې د ښځو د حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې وايي، په افغانستان کې د ځینو ډلو پر وړاندې د بریدونو د زیاتېدو په اړه ژوره اندېښنه لري.

اميري: په افغانستان کې د بريدونو د زياتوالي په اړه اندېښمن يو

په افغانستان کې د ښځو د حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري په دې وروستیو کې پر افغان هندوانو او سیکانو د بریدونو د زیاتوالي په اړه اندېښمنه ده.
اميري په افغانستان کې د ځينو ډلو په وړاندې د بريدونو زياتوالي ته په اشارې سره وويل: د افغانستان غنی تنوع يې ستره خزانه ده. یوې ډلې ته ګواښ د ټول افغانستان هویت ته ګواښ دی.
نوموړي همدا راز د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي نوي سیاسي استازي مارکوس پوتزل ته په یوه بل پیغام کې ویلي، چې د ټولو افغانانو د حقونو او آزادیو د ملاتړ او دفاع په برخه کې د هغه مشرتابه ته سترګې په لاره دی.
د یادولو وړ ده چې په کابل کې د سیکانو پر معبد د داعش تر برید وروسته د هند حکومت له افغانستان څخه د هندوانو او سیکانو د ویستلو په موخه څه باندې ۱۰۰ تنو ته بیړنۍ ویزې صادرې کړې.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا