اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

قطر نه د افغانستان دتماس لومړنی پلاوي بیرته راتګ

د افغانستان د اسلامي جمهوريت د تماس لومړنی پلاوی چې د روان لمریز کال د کب میاشتې پر ۷ مه د امریکا د متحدو ایالاتو سره په تفاهم او د قطر هیواد په وړاندیز دوحې ته سفر کړي وو.

د افغانستان د اسلامي جمهوريت د تماس لومړنی پلاوی چې د روان لمریز کال د کب میاشتې پر ۷ مه د امریکا د متحدو ایالاتو سره په تفاهم او د قطر هیواد په وړاندیز دوحې ته سفر کړي وو.
د ارگ ده راپور له مخی، په دې سفر کې د قطر د ملي امنیت د سلاکار او د سولې لپاره د یاد هیواد د ځانګړي استازي، د سولې لپاره د امریکا د متحدو ایالاتو د ځانګړي استازي او په دوحه کې د امریکا د ټولو لوړپوړو استازو، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي، د اندونیزیا د بهرنیو چارو له وزیرې د افغانستان لپاره د المان د ځانګړي استازي او په دوحه کې د جرمني له سفیر، د افغانستان په چارو کې د ناروې هیواد له ځانګړي استازي او د دوحې د انساني مطالعاتو او منازعاتو د مرکز له مشر سره ګټور ملاقاتونه درلودل.
دغه پلاوي د افغانستان د اسلامي جمهوريت د ښه نیت په دوام، د نړیوالې ټولنې له هڅو سره په همږغۍ او د سولې پروسې د نورو مرحلو د ښه پر مختګ، په خاصه توګه د جمهور رییس محمد اشرف غني د ۱۳۹۸ کال د کب میاشتي د ۲۰ مې نېټې د لومړۍ ګڼې فرمان د ښه تطبیق لپاره د تماس لومړی پلاوی بیرته کابل ته راستون شوی او راتلونکي پلاوی به د ملي امنیت شورا د دفتر تر قیمومیت لاندې به دوحې ته سفر وکړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا