اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

په غزه کې نسل وژنه؛ اسلامي امارت له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د «قتل عام» مخه ونیسي

دید خبری اژانس: د سرپرست بهرنیو چارو وزارت په رفح کښې د اسرائیلو د رژیم د عملیاتو د پیلولو په غبرګون کښې د غزې د خلکو د قتل عام د غندلو په ترڅ کښې له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د غزې د خلکو د قتل عام مخه ونیسی.

دغه وزارت د دوشنبې په ورځ (دلو ۲۳) په یوه بیان کې د نړۍ له هېوادونو او نړیوالو بنسټونو وغوښتل چې د فلسطین مسئلې ته اساسي حل لاره ومومي.

د بهرنیو چارو د وزارت ویاند زیاته کړه: په غزه کښې د نسل وژنې دوام د نړیوال نظم او د هغه د ارزښتونو لپاره جدي پوښتنې راپیدا کړي دي.

د بهرنیو چارو وزارت په خپله اعلامیه کې لیکلي: «د دې پېړۍ نسل وژنه به د پخوا په پرتله د نړیوالو سازمانونو او بشري کنوانسیونونو کمزوری اعتبار له منځه یوسي».

په همدې حال کې د اسرائیلو د رژیم سخت دریځو متحدینو په رفح بندر باندې د دغه رژیم د تعرضي عملیاتو له پیل څخه ملاتړ نه دی کړی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا