اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاستمهم مطالبنړۍ

توماس ویسټ د افغانستان په اړه د مشورې لپاره هند او متحده عربي اماراتو ته ځي

ډید خبري اژانس: د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس ویست اعلان کړی، چې د افغانستان د وضعیت په اړه به د خپلو سفرونو نوی پړاو ډېر ژر پیل شي.

توماس ویسټ نن په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي چې هغه به په راتلونکو ورځو کې هند او متحده عربي اماراتو ته سفر وکړي.

نوموړي که څه هم د دغه سفر د پيل کره وخت په ډاګه نه کړ، خو ويې ويل، چې د ده د سفر دغه پړاو به روانه اونۍ پيل شي.

د افغانستان لپاره د امریکا استازي د خپل سفر د دې پړاو موخه «د افغانانو د ملاتړ په اړه د امریکا له متحدینو سره لیده کاته او خبرې اترې» وبللې.

خو نوموړي د خپل سفر په اړه نور جزئیات ورنه کړل.

توماس ویسټ تر دې وړاندې هم یو شمېر نورو هېوادونو ته سفرونه کړي او د هغو هېوادونو له چارواکو سره یې د افغانستان په اړه خبرې کړې دي.

په دغو ناستو کې یې معمولاً د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو پر رعایت، د یوه ټول شموله حکومت پر جوړولو او په افغانستان کې له ترهګرۍ سره پر مبارزې تمرکز درلود.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

هم چک کړئ
بستن
دکمه بازگشت به بالا