اسلایدشوافغانستانبشری حقونهروستي خبرونهسیاستسیمهمنطقیمهم مطالبنړۍټولنه

امریکا: پاکستان دې د افغان کډوالو په اړه خپل مسوولیتونه پوره کړي

دید خبري آژانس: د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان له ګاونډیو هیوادونو څخه غوښتي چې د کډوالو په برخه کې خپل مکلفیتونه پوره کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند متیس میلر پرون وویل چې دغه هیوادونه باید د اجباري راستنیدو د منع اصولو ته درناوی وکړي.

میلر ویلي دي: موږ د پاکستان په ګډون د افغانستان له ټولو ګاونډیانو څخه په کلکه هڅوو چې هغو افغانانو ته چې د نړیوال خوندیتوب په لټه کې دي د ننوتلو اجازه ورکړي او د نړیوالو بشري سازمانونو لکه د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ او د مهاجرت نړیوال دفتر سره د بشري مرستو د برابرولو لپاره همغږي وکړي.

باید وویل شي چې له پاکستان څخه شاوخوا دوه میلیونه افغان کډوال په زوره ایستل شوي دي.

په افغانستان کې د طا-لبانو تر واکمنۍ وروسته د دغو کسانو ډېری په پاکستان کې د خپل ژوند له وېرې او د خپلو حقونو د نه ترلاسه کولو له وېرې پناه اخیستې ده.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا