اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهمهم مطالب

ډاکټر عبدالله کابل ته راستون شو

د دید خبري آژانس: د پخوانی ملي مصالحې د عالي شورا پخوانی رییس عبدالله عبدالله هند ته له اوږده سفر وروسته کابل ته راستون شو.

د ملي مصالحې د عالي شورا پخوانی رییس عبدالله عبدالله د شنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۱ مه) کابل ته راستون شو.
عبدالله عبدالله هند ته له ۴۳ ورځني سفر وروسته نن کابل ته راستون شو.
د یادولو وړ ده چې د طا-لبانو په لاس د کابل د نیولو سره عبدالله عبدالله یو له هغو سیاستوالو څخه و چې په پلازمینه کې پاتې شوی او بل هیواد ته نه دی تللی.
له څو میاشتو په کابل پاتیدو وروسته، د راپورونو له مخې هغه شاوخوا یوه نیمه میاشت وړاندې هند ته د خپلې کورنۍ د لیدو لپاره تللی و.
نوموړي په هند کې د بېلابېلو هېوادونو له چارواکو سره د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا