اسلایدشوروستي خبرونهسیاستمهم مطالبنړۍ

د امریکا په سنا مجلس کې د اسراییلو له رژیم او اوکراین سره د مرستو لایحه تصویب شوه

دید خبری آژانس: د امریکا د استازو جرګې له خوا له اسرائیلو رژیم او اوکراین  سره د مرستو د لایحې له تصویب وروسته دغه لایحه د کانګرس په سنا مجلس کښې هم تصویب شوه.

الجزیرې راپور ورکړی چې د امریکا سنا د چهارشنبې په ورځ (د ثور ۵) اوکراین، اسراییل او تایوان ته د مرستو بسته په متفقه توګه تصویب کړه.

د الجزیرې د راپور له مخې، د امریکا ولسمشر جوبایډن د دې بستې له تصویب وروسته وویل، هرڅومره ژر چې د دوی میز ته ورسیږي سمدستي به یې تصویب کړي ترڅو په رسمي توګه پلي شي.

د امنیتي مرستو په دغه مسوده کې له اسرائیلو سره ۲۶ میلیارده ډالره او اوکراین ته د ۶۰ میلیاردو ډالرو مرستې بسته شامله ده.

دغه بسته چې ټولټال ارزښت یې ۹۵ میلیارده ډالره دی، د امریکايي سناتورانو له خوا د ۷۹ او ۱۸ رایو سره تصویب شو.

تر دې مخکې د امریکا د استازو مجلس هم له شپږو میاشتو ځنډ وروسته دغه لایحه تصویب کړې وه.

په همدې حال کې د امریکا پوهنتونونه اوس د غزې په تړانګه کې د اسرائیلي رژیم په نسل وژنې کې د امریکا د ګډون پر ضد د پراخو لاریونونو ډګر دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا