اسلایدشوافغانستانټولنه

په تېره یوه اوونۍ کې له ایران څخه څه باندې ۷ زره کډوال هېواد ته راستانه شوي دي

ډيډ خبري اژانس: طالب چارواکو په یوه اوونۍ کې له ایران څخه هېواد ته د څه باندې اوه زره کډوالو د ستنېدو اعلان کړی او وايي چې دغه بهیر یې ګړندی کړی دی.

باختراژانس  خبر ورکړ چې په تيره اوونۍ کې ٧ زره او ۶۱۲ تنه افغان مهاجرين له ايران څخه هېواد ته راستانه شوي دي.

د نيمروز ولايت د مهاجرينو رئيس مولوي صديق الله نصرت وويل، چې د وري د مياشتې له اتمې څخه تر ١٤مې نېټې پورې ٧٦١٢ افغان کډوال د وريښمو له لارې افغانستان ته راستانه شوي دي.

په همدې حال کې ملګرو ملتونو راپور ورکړی چې یوازې په تېر کال کې ۲۵۰ زره افغان کډوال پاکستان ته داخل شوي دي.

په هرصورت، ایران او پاکستان د افغان مهاجرینو دوه ډیری آسان آدرسونه دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا