اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

مجاهد د جدی د شپږمې په مناسبت: هېوادونه دې په افغانستان کې د سولې د تامین لپاره خپل مسوولیت ادا کړي

دید خبري اژانس: د سرپرست حکومت ویاند د جدی د شپږمې نېټې په مناسبت په یوه پیغام کې له نږدې او لرې پر هېوادونو غږ کړی چې په افغانستان کې د سولې او ثبات د تامین لپاره د اسلامي اصولو له مخې خپل مسوولیتونه ادا کړي.

د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد نن چهارشنبه (د جدی ۶مه) پر افغانستان د پخواني شوروي د یرغل د ۴۴مې کلیزې په مناسبت په یوه خبرپاڼه کې د افغان ولس د جهاد ستاینه کړې او د پخواني شوروي یرغل یې غندلی دی.

په دغه اعلاميه کې له ټولو لرې او نژدي ټولو هېوادونو او سمتونو څخه يې وغوښتل چې له اسلامي اصولو سره سم د ښو او پياوړي اړيکو د رامنځته کولو او ټينګښت په موخه خپل مکلفيتونه ادا کړي، ترڅو د هېواد د امنيت او سوکالۍ په موخه کوټلي ګامونه پورته شي. په سیمه او نړۍ کې ګډوډي او د تېرو جګړو له امله رامنځته شوې تباهي باید لیرې شي.

په اعلامیه کې راغلي: افغانستان د هیڅ هېواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي او هیچا ته اجازه نه ورکوي چې زموږ په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي.

د ۱۳۵۸ کال د جدي شپږمه پر افغانستان د پخواني شوروي سرو لښکرو له یرغل سره برابره ده. سور پوځ لس کاله په افغانستان کې پاتې شو او په خونړیو جګړو کې یې ګډون وکړ. یو شمېر شنونکي پر افغانستان د سور پوځ یرغل د هېواد د څلوېښت کلن بحران پیلامه بولي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا