اسلایدشوافغانستانبشری حقونهروستي خبرونهسیاست

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر: طا-لبان د بشري حقونو پر وړاندې د تر ټولو ناوړه جنایتونو مسئول دي

ډید خبري اژانس: د جرمني د بهرنیو چارو وزیر د اروپايي ټولنې له خوا د طا-لبانو د دریو جګپوړو چارواکو بندیزونو ته په اشارې سره وویل، د طا-لبانو وزیران او قاضیان د بشري حقونو پر وړاندې د تر ټولو ناوړه جنایتونو مسئول دي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بیرباک ویلي، طا-لبان د بشري حقونو تر ټولو ناوړه جنایتونه کوي.

هغه زیاته کړه چې په افغانستان کې ښځې نه شي کولای ښوونځي ته لاړې شي او نه بهر او په کورونو کې بندې دي.

خو طا-لبانو د اروپايي ټولنې د بندیزونو په غبرګون کې ویلي چې دا اقدامات بې ګټې دي.

د طا-لبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د دوی پر دریو چارواکو د اروپايي ټولنې د بندیزونو په غبرګون کې ویلي، چې دا ډول بندیزونه بې ګټې دي.

په همدې حال کې د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني په دې وروستیو کې ویلي چې دوی اړتیا نه لري چې د نړۍ له خوا په رسمیت وپېژندل شي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا