اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادثروستي خبرونهسیاست

په کندهار کې چاودنه شوې

د دید خبري آژانس د خبر له مخې، دغه چاودنه نن سهار پنجشنبی (د حمل ۲) شاوخوا ۸ بجې د کندهار ښار په لومړۍ امنیتي حوزه کې په شاوخوا کې رامنځ ته شوې ده.

ځايي سرچينې وايي، چاودنه د کندهار ښار د «نوي کابل بانک» مخې ته شوې او مرګ ژوبله يې اړولې ده.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، مړي او ټپيان د دغه ولايت ميرويس روغتون ته لېږدول شوي دي.

د راپورونو له مخې په دې چاودنه کې ۸ تنه وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.

د کندهار امنيتي چارواکو چاودنه تاييد کړې، خو د پېښې په اړه يې تر اوسه جزئيات نه دي ورکړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا