روستي خبرونهسیمه

د هند صدراعظم: دوولس نیم سوه ملیونه هندیان د تروریستانو له کبله افغانستان ته په پېښو ستونزو کې له افغانانو سره ولاړ دي

د افغانستان ولسمشر او د هند صدراعظم نریندرا مودي د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې د شانګهای د همکارۍ ټولنې د مشرانو غونډې ترڅنګ په دوه اړخیزو اړیکو خبرې وکړې.

د هندي رسنیو د راپور له مخې، دواړو مشرانو په سیمه کې د سولې او امنیت په شمول پر بېلابېلو مسلو خبرې وکړې.

د شانګهای د همکارۍ ټولنې په خپله سرمشریزه کې هند او پاکستان ته بشپړ غړیتوب ورکړ خو د ایران له غړیتوب سره تاجکستان  مخالفت وکړ. د دې ټولنې هر غړی د ویټو حق لري.

د افغانستان ولسمشر په شانګهای ټولنه کې د هند بشپړ غړیتوب له دې ټولنې سره د افغانستان د همکاریو د پراختیا او تروریستي ضد جګړې ته د دې ټولنې د غړیو د هڅولو لپاره ګټور وباله.

د هند صدراعظم د افغانستان ولسمشر ته ډاډ ورکړ چې دوولس نیم سوه ملیونه هندیان د تروریستانو له کبله افغانستان ته په پېښو ستونزو کې له افغانانو سره ولاړ دي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د شانګهای د همکارۍ ټولنې د سرمشریزې ترڅنګ د پاکستان له صدراعظم نوازشریف سره هم وکتل.

د دوی کتنه له دې نظره هم مهمه وه چې اوس د افغانستان او پاکستان اړیکې ډېرې ترینګلې شوي دي.

د افغانستان ولسمشر نن د شانګهای د همکارۍ ټولنې په سرمشریزه کې وینا هم وکړه. ده د غونډې ګډون کوونکو هېوادونو ته د هند او پاکستان د دایمي غړیتوب د ترلاسه کولو مبارکي وویله.

ښاغلي غني همداراز وویل، سیمه ییز تروریزم او بین المللي تروریستي سازمانونه د سیمې او افغانستان د خلکو هیلو ته د رسېدو پر وړاندې اساسي مانع دي.

ده دا هم وویل، « زه دلته راغلی یم چې د تروریزم ضد مبارزه کې د همکاریو زیاتوالی اعلان کړم»

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا