اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

بینیټ: د کندهار د تروریستي برید عاملین باید مسئول شي

د دید خبري آژانس د خبر له مخې، په افغانستان کې د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ریچارډ بینیټ په کندهار کې پر یوه بانک تروریستي برید غندلی دی.

ریچارډ بینیټ په دې وروستیو کې په خپل ایکس شیټ کې لیکلي چې هغه د افغانستان په کندهار ولایت کې پر یوه بانک هغه وحشیانه برید غندي چې ګڼ کسان یې مړه او ټپیان کړل.

بینیټ زیاته کړه: هغه کسان چې د دې ډول بریدونو پلان، تنظیم او تمویل مسؤل دي باید حساب کتاب وشي.

د یادولو وړ ده چې داعش ترهګرې ډلې د دې برید مسولیت په غاړه اخیستی او ادعا يي کړې چې د طا-لبانو غړي يي په نښه کړي دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا