روستي خبرونهنړۍ

عربستان هم اعتراف کوي، چې پاکستان د ترهګرو ملاتړی دی

تاند- په یوه استثنايي اقدام کې د سعودي عربستان یوه چارواکي د پاکستان له لوري په افغانستان کې د ترهګرو د ملاتړ مخالفت وکړ.

د ابنا خبري چاینل د راپور له مخې، په کابل کې د سعودي عربستان پخواني سفیر مسفیر بن عبدالرحمن الغاثب الجزیرې ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل چې د کابل او ریاض اړیکې د لا ښه کېدو په لور روانې دي او په راتلونکې به تر دې هم ښې او نژدې شي.

الغاثب د افغانستان د سیاسي وضعیت او په دغه هیواد کې د پاکستان د مداخلو په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل«په تېرو دوو لسیزو کې سعودي عربستان د افغانستان او پاکستان پر پالیسیو بشپړ باور کړی و، خو په وروستیو کې له طالبانو او اخواني پلوو سختدریځو ډلو سره د پاکستان ملاتړ د افغانانو غوسه د پاکستان په وړاندې پارولې ده او داسې ښکاري چې باید پاکستان خپلې دا ډول پالیسۍ بدلې کړي.»

د سعودي عربستان پخواني سفیر وویل چې ضروري نه ده چې سعودي عربستان د افغانستان په اړه هغسي پالیسي ولري چې اسلام اباد یې لري.

ده زیاته کړه«په سعودي عربستان کې د ۳۰۰ او ۵۰۰ ترمنځ افغانان پاکستاني پاسپورټونه لري او په سعودي کې کار کوي، افغان چارواکو تل غوښتنه کړې چې د اسلام اباد له همکارۍ پرته دې ریاض له کابل سره مستقلې اړیکې ولري.»

ښاغلي الغاثب د دوو تر ټولو سپڅلو جوماتونو د متولي وروستۍ پرېکړه د کابل او ریاض په اړیکو کې مهمه وبلله.

د خبر سرچینې د پرېکړې د جزییاتو په اړه څه نه دي ویلي.

الجزیره ورځپاڼه وايي، د یو شمېر نورو هیوادونو خلاف پاکستان د سعودي عربستان د پاچا غوښتنه ونه منله او له قطر سره یې اړیکې پرې نه کړې خو سعودي عربستان به له پاکستان څخه په یو نه یو ډول د دې کار بدل واخلي.

پاکستان د سعودي عربستان مرستو ته ډېر محاج هیواد دی. سربېره پر مالي مرستو په لسګونو زره پاکستانیان په سعودي عربستان کې کار کوي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په وروستیو دوو کلونو کې څو ځلې سعودي عربستان ته تللی او له دغه هیواد سره یې د افغانستان اړیکې په تېرو ۴ لسیزو کې تر بل هر وخت نژدې کړي دي.

په ۱۳۵۷ لمریز کال په افغانستان کې د محمد داوود خان پر حکومت له کودتا راوروسته سعودي عربستان د افغانستان چارې او تماسونه د پاکستان له لارې تعقیب کړي دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا