اسلایدشوروستي خبرونهسیاستسیمهمنطقیمهم مطالبنړۍ

د ایران ولسمشر مسکو ته ولاړ

دید خبری اژانس: د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسی د خپل روسی سیال په بلنه په رسمی سفر د روسیې پلازمینې ماسکو ته لاړ.

د ایران د حکومت رسمي خبري اژانس ایرنا راپور ورکړی چې ابراهیم رئیسي د پنجشنبې په ورځ (قوس ۱۶) روسیې ته له خپل سفر مخکې تهران کې وویل چې دغه سفر یې د سیمې د حساسو مسایلو په اړه د سلا مشورې او د سیمې د پراخولو په هدف کړی دی. د دواړو هېوادونو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې اړيکې ټينګې شي.

هغه وویل ایران او روسیه په سیمه کښې د سولې او ثبات په لټه کښې دی او د سیمه ایزو او خارجی مسائلو په هکله ګډ نظر لری.

رئیسي زیاته کړه: د غزې د بمبارۍ د بندولو او د غزې د خلکو د محاصرې د ختمولو لپاره د فوري هڅې او له فلسطین سره د مرستې او د هغه د خلکو د حقوقو د ترلاسه کولو لپاره به د دغه سفر د مشورو له جملې څخه وي.

نوموړی په داسې حال کې مسکو ته ځي چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د متحده عربي اماراتو او سعودي عربستان له سفر څخه تازه راستون شوی دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا