اسلایدشوروستي خبرونهسیاستسیمهمهم مطالبنړۍ

متحده عربي امارات د امنیت شورا د غړیتوب په پای کې: موږ د افغان ښځو له حقونو دفاع وکړه

دید خبری آژانس: په ملګروملتونو کښې د متحده عربی اماراتو استازی اعلان وکړ چې د ملګرو ملتو په امنیت شورا کښې یې د غړیتوب دوره ختمه کړه او ویې ویل چې په دغه موده کښې یې د افغان میرمنو له حقوقو څخه ملاتړ کړی دی.

تېر کال د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه څو غونډې وکړې او پرېکړه لیکونه یې صادر کړل، چې د بشري حقونو په برخه کې یې د طا-لبانو کړنې وغندلې او د ښځو د حقونو په ځانګړي ډول د ښځو د تعلیم او کار پر حق یې ټینګار وکړ.

د جنورۍ په اتمه نېټه د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د متحده عربي اماراتو او جاپان د پريکړه ليک د مسودې په حق کې رايه ورکړه. په دغه پرېکړه ليک کې په افغاني ټولنه کې د ښځو پر اساسي رول، په ټولنه کې د ښځو پر بشپړ، مساوي، بامعني او خوندي ګډون ټينګار شوی دی.

دغه راز د امنيت شورا د ثور په مياشت کې د متحده عربي اماراتو او جاپان له خوا وړانديز شوي يو بل پريکړه ليک ته رايه ورکړه چې په کې له افغان ښځو سره تبعيضي چلند غندل شوى و. د امنیت شورا غړو په یوه بې سارې تفاهم کې له طا-لبانو وغوښتل چې د ښځو پر وړاندې د تبعیض پالیسي په ځانګړې توګه د ښځو پر زده کړو او کار بندیز دې ژر تر ژره لغوه کړي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د پلاوي مشر ناصر فایق د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د اماراتو د پلاوي د رول ستاینه وکړه.

ښاغلي فایق په X صفحه کې لیکلي چې «د متحده عربي اماراتو ډیپلوماسۍ د اصولو د دفاع، د زغم د ودې او د ښځو د ملاتړ، سولې او امنیت په ځانګړې توګه په افغانستان کې د ستاینې وړ دي».

د يادونې وړ ده، چې د ملګرو ملتونو امنيت شورا د پنځو دايمي غړو سربېره لس موقتي غړي لري، چې د دوو کلونو لپاره ټاکل کېږي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا