اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

سراج الدین حقاني: بودیجې نه وه، خو د قوشتپې کانال پروژه په قوي اراده روانه ده

دید خبری آژانس: د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني د قوشتپې کانال د لومړي فاز او د دویم فاز د پرانیستې په مراسمو کې وویل، که څه هم شته بودیجه د قوشتپې په شان د سترو پروژو پلي کولو ته اړتیا نه لري، خو د قوي ارادې په پایله کې دا پروژه پلي کیږي.

د کورنیو چارو وزارت سرپرست زیاته کړه، چې د اسلامي امارت له لوري پلي شوې پروژې د هېواد په ټولو برخو کې په مساوي ډول پلي کیږي او په یوه لوري پورې محدودې نه دي.

تر دې مخکې ازبکستان چې د امو سیند په شمالي څنډه کې پروت دی، د دغه کانال د کیندلو په اړه اندېښنه ښودلې وه.

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف په دې وروستیو کې وویل چې د غوشتپې کانال کیندل به د منځنۍ اسیا د شمالي امو هېوادونو د اوبو سیسټم بې ثباته کړي.

د یادولو وړ ده چې د غوشتپې کانال څه باندې ۲۰۰ کیلومتره اوږدوالی او ۲۰۰ متره پلنوالی لري چې د جمهوري نظام په دوره کې پلان او پیل شوی و. دغه کانال د امو سيند سلګونه ميليارد متر مکعب اوبه د هېواد شمالي ولايتونو ميدانونو ته لېږدوي، چې د ځينو ګاونډيو هېوادونو اندېښنې يې راپارولي دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا