اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

روسیې طا-لبانو ته بلنه ورکړې چې د «مسکو فارمت» په راتلونکې غونډه کې ګډون وکړي

ډيډ خبري اژانس: په کابل کې د روسيې سفير د بهرنيو چارو وزارت له سرپرست اميرخان متقي سره وکتل او هغه ته يې د مسکو په راتلونکې غونډه کې د ګډون بلنه ورکړه.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال احمد ضیا تکل پرون په یوه ټویټ کې وویل چې په کابل کې د روسیې سفیر دیمتري ژیرنوف د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر امیر خان متقي سره په کابل کې وکتل.

د احمد ضیا تکل په وینا، د روسیې سفیر متقي ته بلنه ورکړې چې د افغانستان په اړه د مسکو په راتلونکې غونډه کې ګډون وکړي.

متقي د افغانستان په اړه د مسکو ناستې په سیمه کې د همغږۍ لپاره مهمې وبللې او هیله یې څرګنده کړه چې مسکو ته د خپل سفر په ترڅ کې به د طا-لبانو او روسیې ترمنځ دیپلوماتیکې اړیکې پراخې شي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په رسمي ډول د دې ناستې د نېټې او طا-لبانو ته د بلنې په اړه څه نه دي ویلي.

د ۲۰۲۲ کال په نومبر میاشت کې د افغانستان په اړه د مسکو په پخوانۍ غونډه کې روسیې د طا-لبانو استازو ته د «ټول شموله سیاسي- نژادي» حکومت د نه جوړېدو له امله بلنه نه وه ورکړې.

په دغه سیمه ایزه غونډه کښې د ایران او پاکستان په شمول د لسو سیمه ایزو هیوادونو استازیو ګډون کړی وو.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا