اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

کابلوف: تر څو چې په افغانستان کې مشروع حکومت نه وي رامنځته شوی، موږ د طالبانو سفیر نه شو منلی

ډید خبري اژانس: د افغانستان په چارو کې د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، تر څو چې اوسني افغان چارواکي د نړۍ له لوري په رسمیت ونه پېژندل شي، هېڅ سفیر په روسیه کې د افغانستان په سفارت کې کار نه شي کولی.

ضمیر کابلوف له روسي رسنۍ RTVI سره په مرکه کې ویلي چې په افغانستان کې اوسنی حکومت ټول شموله نه دی.

کابلوف: تر څو چې اوسني افغان چارواکي په رسمیت ونه پېژندل شي، په روسیه کې د افغانستان په سفارت کې هېڅ سفیر نه شي پاتې کېدای.

کابلوف یادونه کړې چې دا ډول اقدام هغه مهال ترسره کېدای شي چې طا-لبان د یوه ټول شموله حکومت د جوړولو لپاره خپله لومړنۍ ژمنه پوره کړي چې له قومي او سیاسي استازو څخه جوړ وي.

د هغه په ​​وينا، د افغانستان امنيتي وضعيت نه دى بدل شوى او روسي اتباع بايد افغانستان ته له تګ څخه ډډه وکړي.

په افغانستان کې د روسیې د ولسمشر استازي هم په دې مرکه کې ویلي چې افغان طالبان لېواله دي چې روسي کارپوهان په دغه هېواد کې د توپونو او ټانکونو د ترمیم لپاره کار وکړي.

په ورته وخت کې د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې په افغانستان کې ملي امنیت تامین دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا